سیاست

جمهور رئیس غني د ولسي جرګې پر غړي شېرولي وردګ بمي چاودنه په سختو ټکو غندي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د کابل په پنځمه ناحیه کې پروني بمي چاودنه چې له امله یې د ولسي جرګې غړی شېرولي وردګ شهید او یو شمېر هېوادوال ټپیان شول، په سختو ټکو وغندله.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي .
جمهور رئیس غني د دغې بمي چاودنې د غندلو پرمهال وویل، د افغانستان دښمنان خپلو ناوړو هدفونو ته د رسېدو په موخه زموږ په بې ګناه هېوادوالو، ملي شخصیتونواو ولسي مشرانوبریدونه کوي.
جمهور رئیس غني د افغانستان خلکو، د ولسي جرګې استازو او د ارواښاد شېرولي کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او  د خدای تعالی په دربار کې د دغې پېښې ټپیانو ته د سالمې روغتیا دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته