کابل، د چنګاښ ۲۷مه، باختر
د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په دوهمه لوبه کې سپين غر پړانګانو لوبډلې مس عینک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو دویمې لوبې پچه عصمت سنګین سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله او کټوازي مس عینک اتلانو لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د مس عینک اتلانو لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې. دغې لوبه کې د مس عینک لپاره افتخار احمد ۵۵ او ریاض حسن ۳۷ منډې جوړې کړې.
په ځوابي توپ وهنه کې سپين غر پړانګانو د دوو ویکټو په سوځېدو سره په نولسم اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په لومړۍ لوبه کې نن له غرمې مخکې د کابل بازانو لوبډلې بند امیر لوبډلې ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
بند امیر لوبډلې لومړی توپ وهنه پيل کړه او په ۱۹.۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۰ منډې هدف وټاکه. خو سیالې لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه نن پیل شوې چې د اګست تر پنځمې به دوام وکړي.
س. صدیقي