ټولنه

دملي پيوستون دپروګرام د اويا ټولګټو پروژو کار بشپړ شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ خلکو پرون دملي پيوستون دپروګرام داويا ټولګټو پروژو له آسانتياوو څخه ګټه واخسته.
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه پروژې دهيواد دکليو د ودې ،پراختيا او داقتصادي ټينګښت په موخه دکابل ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې دخلکوداستفادې وړوګرځيدې.
په دغو پروژو کې د اوبو لګولو دکانالونو، استنادي ديوالونو ښوونځيو او د ټولنيزو مرکزونو جوړول، دڅښاک د روغتيايي اوبو دڅاګانو کيندل او دسړکونو جوړول او کريړ اچول، دڅښاک د اوبو دشبکو غځول او دپليو لارو پخول شامل دي.
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله دکابل ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا د رييس ، دملي پيوستون دپروګرام دهمغږۍ مسوول ، دمرکز زون دهمغږۍ دمسوول ددغې ولسوالۍ ديو شمير مخورو او خلکو په ګډون پرځاى شوي وو دکابل ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس وويل : دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت ددغه شان پروژو په عملى کولو سره دهيواد دکليوالي ژوندانه دښه والي په لاره کې دملي وحدت دحکومت دهيواد پالنې او ترقۍ غوښتنې سياست پر بنسټ هلې ځلې کوي چې په هيواد کې دکرنې ودې او پراختيا سره له يوې خوا دکرنې دحالت دښه والي زمينې برابر ې کړي او له بله پلوه دکليوالي خلکو داقتصادي بنسټ دښه والي او پياوړتيا لپاره مثبت بدلونونه رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته