کابل/ د ثور٣١ مه / باختر
په خوست کې تېره شپه دتراويحودلمانځه پراداکوونکو دناپېژاندو وسله والو کسانو په بريد کې درې لمونځ کوونکي شهيدان او يو ماشوم ټپي شو.
باختراژانس دخوست دپوليسو دوياند عادل حيدر له خولې خبر راکړ چې دغه پېښه تېره شپه دنهو بجو په شاوخوا کې دخوست دګورچک کلي په جومات کې دتراويحو دلمانځه داداکولو په وخت کې رامنځته شوه.
بريد کوونکو پرلمونځ کوونکو له ډزو وروسته وتښتېدل اوپوليس دهغو دپېژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې کوي .
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ