خبرونهنړۍ

د بندیزونو لغوه کول به په نړۍ کې د خوراکي توکو او انرژۍ بیه راټیټه کړي

 کابل، د چنګاښ ۲۱مه، باختر

د روسیې د مالیې وزیر وویل، چې د لوېدیځ له خوا د بندیزونو لرې کول به په نړۍ کې د خوراکي توکو او انرژۍ بیه راټیټه کړي، د انرژۍ د لوړې بیې له امله اوسنی وضعیت د روسیې په ګټه او د لوېدیځ په زیان دی.

باختر آژانس د تاس خبري آژانس په حواله ليکلي، چې انتون سلوانوف له ودوموستي ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل، چې پر روسيې د لوېديځ د بنديزونو لرې کول به د نړۍ د انرژۍ او خوراکي توکو د بيو د کمښت سبب شي.

هغه زیاته کړه چې څومره وخت به د انرژۍ بیې لوړې وي د نړیوال اقتصاد په تحرک او د لوېدیځ د بندیزونو په مودې  پورې اړه لري.

د روسیې د مالیې وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د بندیزونو لرې کول به په بازارونو کې د توازن د بېرته راګرځېدو لامل شي وویل، چې د بندیزونو لرې کول به د انرژۍ او خوراکي توکو د بازارونو په ګډون په مختلفو بازارونو کې د توازن لامل شي.

سیلوانوف زیاته کړه چې روسیه د انرژۍ په نړیوال بازار کې له شرایطو څخه ګټه پورته کوي، خو زیاته یې کړه چې د انرژۍ د لوړې بیې له امله دا وضعیت د روسیې په ګټه دی، خو په عین حال کې یې د نورې نړۍ لپاره هم  ستونزمن شرایط رامنځته کړي دي.

هغه په ​​نړۍ کې د توکو د بیو د لوړېدو لامل د لوېدیځ بندیزونه وبلل او زیاته یې کړه، لوېدیځوالو غوښتل، چې روسیې ته سزا ورکړي خو دوی پخپله ځان مجازات کړ.

دغه روسي چارواکي څرګنده کړه، حتی پر دې تخفیف سره سره چې مسکو د برنټ اوومه تېلو په مقابل کې د یورال اوومه تېلو پلورلو وړاندیز کوي، د روسیې د تېلو او ګازو عاید ښه دی او د عرضې او تقاضا ساده قوانین دلته ریښتیني دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته