امنیت

په خوست کې د سيلاوونو د راوتلو له امله خلکو ته زيان اوښتى دى

خوست   باختر دچنګاښ دمياشتې  ٩ :
په خوست ولايت کې د سيلاوونو د راوتلو له امله خلکو ته زيان اوښتى دى.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په خوست کې د دغو سيلاوونو د راوتلو له امله په لسګونه پلورنځي، د استوګنې څو کورونه او د خلکوپه سلګونو جريبه ځمکې زيانمنې شوې دي.
د غو سيلاوونو په خوست ښار  په خاصه توګه په يعقوبيو او صبريو ولسواليوکې ترافيکي ستونزې رامنځته کړې دي، خو د سر زيان يې نه دى اړولى .
په خوست ولايت کې يوه سيمه ييزخبرځاى له باختر آژانس په اړيکه کې وويل چې   د دغو سيلاوونو د راوتلو له امله په لسګونو پلورنځي، د استوګنې په لسګونو کورونه او د خلکو په سلګونو جريبه ځمکې ويجاړې شوې دي.
ده تائيدکړه چې زياتره مالي تاوانونه د صبريو او يعقوبيو ولسواليو ته رسيدلي  دي.
دغه راز د خوست ولايت د رسنيو دفتر وايي: دغو سيلاوونو د خوست ولايت  ځينې نورې سيمې هم زيانمنې کړې دي.
دغه دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سيلاو ځپلو د سروې د پيل خبره هم کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته