امنیت

نهه ماین ښخوونکي طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د وري ۱۲ / باختر
په زابل کې د هوايي قواوو په برید کې ۹ ماین ښخوونکي طالبان ووژل شول.
دغه طالبان نن سهار غوښتل په ګاجوی سيمه کې د شاه جوی –قلات په واټ کې ماین ښخ کړي چې هوايي قواوو پردوي برید وکړ.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دې هوايي برید کې ۹ طالبان ووژل شول.
پوځيان وايي چې طالبانو نیت درلود په دغو ماین ښخوونوسره پوځيانواو ملکیانوته یولړمرګانۍ پېښې رامنځته کړي خو بریالي نشول.
له دغو طالبانوڅخه څوماینونه او جنګي وسایل پاتې دي .
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پآی-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته