امنیتټولنه

په کابل کې د الکولي مشروباتو یوه کارخانه ویجاړه شوه

کابل / د غبرګولي / ۱۵/ باختر
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر اژانس خبریال ته وویل : له نشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۸۰ لیتره خوسا شوي ممیز او ۱۰ لیتره شراب چې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د الکولي مشروباتو په کارخانه کې تولید او ساتل کېدل لمنځه یوړل .
دغه راز فرامرز وویل : پولیسو نن د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د نیازیو په کلي کې د یو ښخ کړی شوي ماین د چاودنې مخه ونیوله .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته