پيښور جيونيوز – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
په خيبر پښتونخوا ايالت کې دپرونۍ دچاودنې له امله د دريو تنو ماشومانو په ګډون څه ناڅه نهه تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دغه چاودنه دخيبر ايجنسۍ دتيرا وادي ديو قبايلي مشر حکيم خان اکاخيل په کور کې شوې ده
يو سيمه ييز مخور ارشاد خان وويل ، خلک د حکيم خان په ميلمستون کې راټول شوي وو چې ستره چاودنه وشوه.
دغه چاودنه د توغندي د ماين دچاودنې زيږنده وه چې يو قرباني ور سره په
لوبې بوخت و او وروسته وچاوديد اودرى تنه مشکوکې مليشې هم ددغې پيښې
قربانيانو کې دې .
ددغې پيښې دقربانيانو هويت نه دى مشخص شوى او د خاصه دار په نامه دحکومتي مليشې ځواکونه سيمې ته استول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل