امنیت

د داعش يو قوماندان په کونړ کې دولت ته تسليم شو

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر
د داعش ډلې يو قوماندان په کونړکې د جګړې له دوام څخه لاس واخيست او د دولت ته تسليم شو.
ملا قادر جان مخکې له دې له خپلو افرادو سره د پيچ درې ولسوالۍ په ځينو سيموکې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و؛ هغه دولت ته د تسليمېدو په وخت کې پر هغه څه چې د خپل هېواد او خلکو په وړاندې ترسره کړي وو؛ پښيماني وښودله او ويې ويل چې خپل افراد به هم تسليمۍ ته اړباسي او له دې وروسته به په خپل هېواد کې په بيا رغاونې او د امنيت په تامين کې ونډه واخلي.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د خبرپاڼې په استولو سره خبر ورکړ  چې دولت ته د ملا قادر جان تسليمي  به د کونړ په ځينو سيموکې د تاوتريخوالي د کمښت سبب شي.
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته