سیاست

د مشرانو جرګې اعلامیه

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
الاقصی جومات ته د لمونځ کوونکو د ورتګ څخه د مخنیوی په تړاو د ملی شورا د مشرانو جرګې اعلامیه
د ملي شورا مشرانو جرګې د خبری رپوټونو له لوري خبرتیا تر لاسه کړه چې د صهیونیستي رژیم اشغالګرو ځواکونو د ۱۹۶۹ کال څخه را پدي خوا ‎، پرون د لومړي ځل لپاره د الاقصی جومات ورتلونکې لارې تړلې او دی جومات ته يې د لمانځه د ادا په موخه د فلسطینیانو له ورتګ څخه مخنیوی کړی.
د ملی شورا مشرانو جرګه د اسرایلو د صهیونيستی رژیم له خوا ، د الاقصی جومات تړل او په یاد جومات کې د جمعې لمانځه له ادا کولو څخه مخنیوی او همدا راز د مسلمانانو او د جومات له ساتوونکو سره نښته او د قدس د مفتي او د الاقصی جومات د خطیب شیخ محمد حسین نیول يې، اسلامي مقدسو اماکنو ته سپکاوی او د نړۍ د میلیونونو مسلمانانو د احساساتو راپارول وبلل او دغه عمل یې په کلکه وغانده.
د ملی شورا مشرانو جرګه څرګندوی، که چېرې مسلمه امت او په ځانګړې توګه د اسلامی هېوادونو مشرانو یو والی درلود، صهیونيستانو به هیڅکله د دا ډول کړنو جرئت ترلاسه کړی نه و چي په تیرو پنځوسو کلونوکې یې سابقه نه درلوده.
د ملي شورا مشرانو جرګه په دې هکله په نړۍ کې د مسلمه امت او د اسلامي هېوادونو د یو شمېر مشرانو له غبرګون څخه د ملاتړ ترڅنګ، یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې او اسلامی هېوادونو څخه غواړي چې د فلسطین ملت پر وړاندې د اسراییلو د خپلسري او اسلام دښمنه رژیم کړنې دې ودروي او د فلسطین د خلکو او په ځانګړې توګه د قدس شریف پر وړاندې د اسرايیلو د لومړي وزیر د ظالمانه اقداماتو پر وړاندې مناسب دریځ غوره کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته