کابل / د چنګاښ ۲۳مه / باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولين وايي چې چين ته د هېواد د مالونو صادرات زيات شوي دي.
د ١٣٩٩ مالي کال د لومړۍ ربع په پرتله د ١۴٠٠ مالي کال په لومړۍ ربع کې چين ته د هېواد د مالونو صادرات ۶۴ سلنه زيات شوي دي.
د دغو مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ په صادر شويو توکو کې وچه ميوه، قيمتي او غیرقيمتي ډبرې، توره جلغوزې، لاس صنايع طبي او بوټي شامل دي.
ختم-ج-ا