کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
شپاړلس کيلوګرامه اپين پرون دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو له خوا دکشم ولسوالۍ په مادابه کلي کې کشف او ترلاسه شول .
د بدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى لعل محمد احمدزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دوو تنو دغه اپين په يوه شخصي کرولا موټر کې ځاى پرځاى کړي وو او غوښتل يې دکندز ولايت ته وليږدوي چې دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې د پوليسو له خوا کشف او ضبط شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دوه تنه تورن چې دکندز ولايت اوسيدونکي دي دپوليسو تر څارنې لاندې دي او له دوى څخه زيات تحقيقات دوام لري.
2 د یوې دقیقې څخه لږ