ټولنه

بيا هم يوه ګازي موټر اور واخيست

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
کابل پرون په يوبل ګازي موټرکې د اورلګيدنې د پيښې دګر و چې يو تن پکې ووژل شو.
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عباد الله کريمي د باختر  آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېرماښام د کابل ښار په يوولسمې ناحيې پورې اړوند د مريمې ليسې په ساحه کې رامنځته شوه.
د کريمي د څرګندونو له مخې: د يوه تن مړي يې په موټرکې پيدا کړى دى او تراوسه پورې معلومه نه ده چې په دې موټرکې څو تنه سپاره وو.
پوليسو د قضيې په باب څيړنې پيل کړې دي.
ده په دې موټرکې د اورلګيدنې علت د هغه د ګارزو د سيستم غير معياري والى وباله.
په داسې حال کې چې د کابل د پوليسو سرچينې په دې پيښه کې يوازې ديوه تن وژل کيدل تاييدوي؛ خو عيني شاهدان وايي چې په دې پيښه کې دوه تنه وژل شوي دي .
د اورلګيدنې وروستۍ پيښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې يو زيات شمېر موټر چلوونکي په تېره بيا د ښاري ټکسي موټر چلوونکي د تيلو د بيو د بې ثباتوالى په دليل په ګازي سيستم د خپلو وسايطو د بدلون په لټه کې دي، خو دغه بهير په افغانستان کې غير معياري دى چې په ځينو مواردوکې په وسايطو کې د اورلګيدنې سبب شوى او د سر زيان يې هم اړولى دى .
هغه څه چې پرون د مريمې ليسې په ساحه کې رامنځته شول؛ د هغو پيښو تکرار دى چې پخوا د هوايي ډګر په واټ د پلچرخي په پکتيا کوټ او د ميرويس ميدان په ساحه کې رامنځته شوي دي.
سره له دې چې اړوندو مسولينو ويلي دي چې د دغې ستونزې د لرې کولو په فکر کې دي؛ خو تر اوسه پورې په دې باب عملي کار نه دى شوى او ګازي وسايط د پخوا په شان ستونزې پيدا کوي .
د کابل د ترافيکو يوه خبرځاى چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ باختر آژانس ته وويل: موږ په وار وار د خبرتياوو او ابلاغيو له لارې په دې برخه کې خپله انديښنه څرګنده کړې ده او خبردارى مو ورکړى دى که چيرې دغه ستونزه حل نه شي، ګازي وسايط دروو.
ده وويل: دا د نورم او ستندرد د ادارې کار دى چې له له تيلي سيستم څخه په ګازي سيستم د وسايطو بدلون تر خپلې ادارې لاندې ولري. دوى همدا اوس د هغو شرکتونو په څيړنې بوخت دي چې کولاى شي دغه بهير په معياري او فني ډول اجرا کړي.
د نورم او ستندرد ادارې ترافيکو ته ډاډ ورکړى دى چې په ډير لند وخت کې معياري شرکتونه معرفي کوي؛ خو داکار تر اوسه پورې نه دى عملي شوى.
ومو غوښتل په دې باب د نورم او ستندرد د ادارې نظر له ځان سره ولرو؛ خو په دې کار بريالي نه شوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته