سیاست

د مالیې وزیر د ایران له سفیر سره په دوه اړخیزو اقتصادي مسئلو خبرې وکړې

_کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٤مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن په افغانستان کې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دواړه لوریو د افغانستان د سوداګریو او صنایع وزارت او د ایران د نفتو وزارت ترمنځ د هوکړه لیک پر مسودې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي اسانتیاوو لپاره د بانکدارۍ په برخه کې پر همکارۍ، د خواف – هرات ترمنځ د څلورمې قطعې ریل پټلۍ پر جوړیدو، د ۳۰ کیلو مترو په اوږدوالي د ابو نصر فراهي سړک اساسي ترمیم، مالیاتي اسانتیاوو او د دواړو هیوادونو تر منځ پر یو شمیر نورو اقتصادي مسایلو بحث او خبرې وکړې.
د ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې له دواړو خواو څخه یوه ګډه کمیټه جوړه شي تر څو یاد موارد په سمه توګه تقعیب کړي.#

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته