نړۍ

دکراچي په تاوتريخ والې کې ١٤ تنه ووژل شول

کراچي  باختر دثور  دويمه

  دپاکستان دکراچي ښار په بيلابيلو  سيموکې د ډزو په جلاجلا پيښو کې پرون څه ناڅه  ١٤ ټنه ووژل شول .

 موټرسايکل سپرو  کسانو داورنجي ښارګوټې  دقذافي  په چوک کې  درې تنه ووژل او په تيښتې بريالي شول .

 دوه مړي هم داورنجي ښارګوتې په بله برخه کې ترلاسه شوي چې له تښتونې او ځورونې وروسته وژل شوي دي او ديو موټر چلوونکي په ګډون درې تنه نور هم په همدي ښارګوټې کې په ډزو سره وژل شوي دي

 دهمدي خبر له مخې شپږ تنه هم دمالبر او دسبو  مندوي ، مومن اباد  او عليګر په ناحيو کې په ډزو سره   وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته