امنیت

دکابل په شمال کې د امريکايي ځواکونو په اډې راکټي بريد.

کابل باختر د تلې د مياشتې  ٨ :
دکابل په شمال کې د امريکايي ځواکونو په اډې دطالبانو له خوا راکټي بريد وشو خو ويل کيږي چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى .
تيره شپه د بګرام په هوايي ډګر يو توغندى ولګيد.
دپروان ولايت د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي باختر آژانس ته وويل چې په دې راکټي بريد کې چاته زيان نه دى اوښتى . ده وويل امنيتي ځواکونو ددغه راکټي بريد د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته