امنیت

په خيبر ايجنسۍ کې د پنځلسو تنو مليشه طالبانو وژل کيدل

لنډي کوتل ډان   باختر دوږي دمياشتې  ٢٨ :
د خيبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې په تيرا وادي کې د مشکوکو مليشه طالبانو په پټنځيو د پاکستاني پوځيانو د نننيو هوايي بريدونوله امله څه ناڅه ١٥ تنه مليشه طالبان ووژل شول او يوشمېر نور ټپيان شول.
دپاکستان د ډان ورځپانې دخبرله مخې:
دغه هوايي بريدونه د پاکستاني طالبانو په تحريک او د لښکر اسلام په ډلې پورې  په اړوندو پټنځيو وشول او له امله يې د دوى څلور پټنځي هم دړې وړې شوي دي .
دغه بريدونه د پيښور د بډه بيرې په سيمه کې د پاکستان د هوايي پوځ  په کمپ له هغه تروريستي بريدڅخه يوه ورځ وروسته وشول چې له امله يې د ديارلسو تنو مليشو په ګډون څه ناڅه ٤٢ تنه ووژل شول چې د دغه بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخيستى دى.
د تيرا وادي د خيبر دقبايلي سيمې د نا آرامې ساحې يوه برخه ده چې له څو مياشتو را په دې خوا په دغه ځاى د مليشه طالبانو د پټنځيو پرخلاف هوايي بريدونه کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته