امنیت

په سلګونوکيلوګرامه نشه يي توکې په بدخشان کې دامنيتي مامورينو په ناڅاپي بريد کې کشف شول

 دفيض آباد ښارباختر دتلې دمياشتې ٢٠نيټه  :
په بدخشان ولايت کې  په سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکي دامنيتي مامورينو په ناڅاپي بريد کې ونيول شول.
دغه نشه يي توکي تيره شپه  دڅه ناڅه  دريو ځانګړو عملياتو په بهيرکې  دکشم ولسوالۍ له  ځينو سيمو څخه د پوليسو لاسته ورغلل.
دبدخشان  ولايت دپوليسو مسوول جنرال عبدالخالق آق ساى دباخترخبري آژانس ته وويل ؛ په دغو ځانګړو عملياتو کې څه ناڅه  ٥٣٨  کيلوګرامه نشه يي توکي اوکيمياوي مواد امنيتي مامورينو  له خوا دکشم ولسوالۍ  له دريو سيمو څخه  ونيول شول ..
جنرال آق ساى وايي ددغو نشه يي توکو په اړوند شپږ تنه نيول شوي دي.
ويل کيږي دغه  نيول شوي  کسان محکمې ته معرفي شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته