هرات/ باختر دزمري دمياشتې ١٦ :
څلور تنه د هرات ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې د يوه ځوان د بندي کولو په تور د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
په دغوکسانو تور لګول شوى دى چې يو سړى يې په يوه کورکې بندي کړى و.
د ګذرې ولسوالۍ دپوليسو د اقدام له امله دغه سړى له بندڅخه آزاد شوى او څلور تنه د دغې پيښې په اړوند نيول شوي دي.
تر اوسه پورې د دغه ځوان د بنديتوب انګيزه نه ده روښانه شوې .
دهرات ولايت د پوليسو يوه مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې اړوند څيړنې دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ