-کابل / دزمري ٢٨مه /باختر:
داداري اصلاحاتواوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون خبرتيا:
د کابل ولايت د ښوونکو بستونو متقاضيانوته خبرورکول کېږي چې دغو بستونوته د شرايطو وړ کسانولست همدا اوس د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونود خپلواک کمېسيون په ويب پاڼه https://iarcsc.gov.af/fa/wp
کې خپور شوى دى.
د ازموينې په شرايط وړکسان د خپلوتيلفونونوله لارې هم د ( SMS ) پيغامونه هم ترلاسه کوي.
د کابل ولايت د ښوونکود بستونو ازموينه د روان کال د وږي په اوومه نيټه اخستل کېږي.په ازموينه کې د شموليت کارتونه په اړوندوتعليمي حوزوکې ويشل کېږي.
د ازموينې د اخستلو ځايونه د شموليت په کارتونوکې ليکل شويدي.په شرايطو وړکسان کولاى شي د راتلونکي اوونۍ د پنجشنبې او شنبې په ورځو (دزمري د مياشتې ديرشمه او د وږي په لومړى نيټه ) د بايومتريک په خاطر اړوندوتعليمي حوزوته ورشي .
هغه کسان چې د ازموينې د شرايطو د وړ کسانوپه لست کې شامل نه دي اوشکايت لري کولاى شي خپل شکايتونه په اړوندوتعليمي حوزوکې ثبت کړي .
د شموليت کارت د ويشلو د سيمو، د نوماندانو د بايومتريک اطلاعاتود ثبت او د شکايتونو د فورمو د ويشلو پتې کولاى شي په تعليمي حوزواوولسواليو کې د کمېسيون له ويب سايت ( https://iarcsc.gov.af/fa/wp ) ترلاسه کړي .اود زياتو معلوماتو لپاره د٠٧٩٥٤١٤٢٨٢او٠٧٩٠٦٥٥٥٥٥ له تيلفونونو سره اړيکه ونيسي . ختم_ ج_اکرم
3 1 دقیقه لوستل