بغداد فرانسرس باختر دسلواغې دمياشتې ١
دعراق په پايتخت بغداد کې د پرونيو چاودنو له امله څه ناڅه ٢٦ تنه ووژل شول او کابو پنځوس تنه نور ټپيان شول.
د رارسيدلو خبرونو له مخې : دغه بمي بريدونه دسنيانو او شيعه ګانو داستوګنې په سيمه شوي دي او د دغو پيښومسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخستى او په القاعده پورې اړوند سني مبارزين په تيرو وختونو کې د ورته تاوتريخوالۍ مسوول و.
د خبريالانو دڅرګندونو له مخې : امنيتي اقداماتو او په بيلابيلو ښارونو کې دپلټنې دپوستو جوړولو هم ونه کړاى شول چې په دغه هيواد کې د بمي بريدونو مخه ونيسي.
دفرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې : څه ناڅه ٧٥٩ تنه دتيرکال د دسمبر په مياشت کې په عراق کې دتاوتريخوالي په بهير کې او څه دپاسه ٦٥٠ تنه په روان کال کې وژل شوي دي .
دالقاعده جګړه ماران او د هغوى سيمه ييز متحدين د فلوجه ښار او د رمادي ښار ځينو سيمو کنترول په لاس کې لري.
دعراق حکومت پرون وويل : چې د رمادي ښار د ځينو سيمو دبيرته نيولو لپاره يې دجګړه مارانو پرخلاف مهم عمليات پيل کړي دي.
د رارسيدلو خبرونو له مخې : ددغو عملياتو په بهيرکې عراقي هليکوپترونو دځمکنيو ځواکونو په ملاتړ دجګړه مارانو تر کنترول لاندې سيمي بمباري کړې.
2 1 دقیقه لوستل