سیاست

په خبرتفسير: انګليسي مقامات: که چيرې په افغانستان کې حالت بدل شي؛ بيا صحنې ته وردانګو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٨
په داسې حال کې چې تيره اوونۍ بريتانيا په افغانستان کې د خپل جنګي ماموريت پاى ته رسيدل اعلام کړل او خپل ټول پوحيان يې له دغه هيواد څخه وايستل ، خو داسې نښې نښانې شته چې بريتانيا په افغانستان کې د خپل پوځي شتون له دوام سره علاقمندي لري.
په دې وروستيو وختوکې انګليسي مقاماتو اعلام کړى دى: که چيرې په افغانستان کې حالت د پخوا په شان دوام ومومي؛ بريتانويان په بيا صحنې ته ور ودانګي.
په افغانستان کې د طالبانو د بريدونو او د تروريستي پيښو له زياتوالي وروسته د بريتانيا يوه جګپوړي مقام اعلام وکړ: لندن په پام کې لري چې په راتلوونکى ميلادي کال کې يو زيات شمېر پوځيان او جنګي الوتکې افغانستان ته وليږي.
داپه داسې حال کې ده چې مخکې له دې د بريتانيا د اردو د ګډو ځواکونو قوماندان جنرال پيتروال ويلي و: که چيرې طالبان بيا په افغانستان کې قدرت ته ورسيږي، بريتانوي ځواکونه به بيا دغه هيوادته ستانه شي.
جنرال پيتروال ويلي و: که څه هم زه باور لرم چې د روان ميلادي کال تر پاى پورې او له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته افغان امنيتي ځواکونه دخپل هيواد د امنيت د تامينوالو توان لري؛ خو که چيرې په افغانستان کې امنيتي حالت بدلون ومومي او طالبان او د حقاني شبکه د ځالو په جوړولو پيل وکړي؛ بريتانوي پوځيان په بيا له ډار اچوونکو سره د مبارزې او د افغانستان له ځواکونو سره د مرستې لپاره دغه هيواد ته ستانه شي.
د يادونې وړ ده چې پخوا ناټو چې بريتانيا يې يو قدرتمند غړى دى؛ د امنيتي او دفاعي همکاريو د قرار داد له لاسليک کولو وروسته ويلي دي چې خپل دوه زره تنه پوځيان په افغانستان کې ساتي .
دغه راز امريکا د دې ترڅنګ چې خپل نهه زره شپږ سوه تنه پوځيان په دغه هيوادکې ساتي؛ د هغې تشې په دليل چې په افغانستان کې د ناټو د پوځيانو په کمښت کې رامنځته شوې ده، اعلام کړى دى چې په دغه شمېر سربيره خپل زرتنه نور پوځيان هم په افغانستان کې ساتي .
د ناټو بل غړي آلمان هم په افغانستان کې دپوځي شتون د دوام خبرې کړې دي او اعلام يې کړى دى چې ٨٥٠ تنه پوځيان يې په دغه هيوادکې پاتې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته