زرنج باختر دزمري دمياشتې ٤ :
په زرنج ښارکې پرون د ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو.
د نيمروز ولايت د ترافيکو مدير زرين د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه مازدا موټر له يوه بايسکل سره ټکر وکړ او بايسکل ځغلوونکى ووژل شو.
ده وويل چې د مازدا موټر چلوونکى نيول شوى او قضيه څيړل کيږي .
زرين په ترافيکي قواعدو نه پوهيدل په دغه ولايت کې د ترافيکي پيښوعلت وباله.
0 د یوې دقیقې څخه لږ