خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د وري٢٥ مه / باختر

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور نیمګړی راپور دی چې د افغانستان واقعیتونه پټوي.

د باخترآژانس مبصر ليکي : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزیر ادعا  کوي چې په تېرو اوو میاشتو کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو وروسته په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې او کړکېچونه زیات شوي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې زیانمنې شوې دي.

انتوني بلینکن وویل: “په افغانستان کې د طالبانو بيا واکمني د بشري ناورین او د بشري حقونو د مسلو د کمزوري کېدو لامل شوی، له هغې جملې  په خپل سرد معترضو ښځو او خبريالانو نيول، د پخوانیو امنیتي ځواکونو په وړاندې غچ اخیستل، د نجونو د تعليم او د ښځو د کار پر وړاندې محدوديت زياتوالى موندلى دى.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال، د نړۍ په کچه د بشري حقونو مسلو په اړه یو راپور خپروي، او زيات وختونه دا ډول راپورونه هغه هېوادونه په نښه کوي چې ځانګړې ستونزې لري. په داسې حال کې چې امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو ستر سرغړونکی  هېواد دی. د بېلګې په توګه، د بهرنیو چارو وزارت په هر راپور کې اسراییل چې په منظمه توګه د فلسطین د خلکوحقونه  ترپښو لاندې کوي او د دوی پر وړاندې بې شمیره جنايتونه ترسره کوي سترګې پټوي اود صهیونیسټ رژیم د غندلو لپاره د ملګروملتونو زياتره پرېکړه لیکونه يې ویټو کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې یو شمېر عربي هېوادونه چې له خپلو ګاونډیانو سره ځینې ستونزې لري او د خپلو اتباعو او ګاونډیانو له حقونو په ښکاره د سرغړونې لامل دي، هېڅکله نه دي یاد شوي، په لاتینې امریکا او اروپا کې داسې هېوادونه شتون لري چې د بشري حقونو لوی سرغړونکي دي او د خپلو اتباعو او مهاجرینو سره زيات  ناوړه چلند کوي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په رپوټ کې نه ليدل کېږي.

کله چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ خبره کېږي، متحده ایالات تر ټولو لوی مدعي  کېږي، په تېرو څو لسیزو کې هېواد په دوامداره توګه د بشري حقونو د اصولو څخه      د دفاع ادعا کړې، مګر حقیقت بل ځای دی، متحده ایالات، د بل هرهېواد په پرتله،       د خپلو اتباعو حقونه، د مهاجرینو حقونه چې په هغه هېواد کې پناه غوښتونکي دي         تر پښو لاندې کوي.

په امریکا کې تر ټولو لویه ستونزه هغه تبعیض دی چې د امریکا پر خلکو په مختلفو لارو تحمیل شوی دی.  اوس هم د امریکا په رسمي سیاست کې د لومړي او دویم نمبرتابعیت مسله شتون لري، د تور پوستو د حقونو د درناوي مسئله، د مسلمانانو پر وړاندې ښکاره تبعیض شتون لري او د ترهګرو ډلو په نوم د امریکايي اتباعو ترمنځ  د اسلام ويرولو ته وده ورکول دي. د امریکایی اتباعو په منځ کې د ټوپک اخیستل، په ځانګړې توګه ترسن لاندې افراد، د امریکایی اتباعو ژوند ګواښی.

د بشری حقونو د سازمانونو له نظره، د تودو وسلو له امله رامنځته شوی وژونکی تاوتریخوالی، چې هر کال په زرګونو امریکایی اتباع وژني، د نه زغم او د مذهبي تساهل د اسلام دين په تېره بيا د مسلمانانو په باره کې د ملاحظې وړدى، په دغه هېواد کې له اسلام څخه  ويرول په خپل وار په امريکا کې د مسلمانانو پر ژوند ناوړه اغيزې لري.

د عاید نابرابري په متحده ایالاتو کې یوه بله ټولنیزه ستونزه ده چې په هغه هیواد کې     د بې وزلۍ د ودې سره مرسته کړې ده.  دې تګلارې تر اوسه په زرګونو کډوالې کورنۍ له خپلو ماشومانو څخه جلا کړې او نورې ناخوښې  پایلې یې درلودې، لکه       د مهاجرو ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنه.   د امریکا پولیس د پراخ تاوتریخوالي، په ځانګړې توګه د توکمیزو لږکیو پر وړاندې، د امریکا متحده ایالات چې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ساتنې ادعا کوي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرېښوده، او په متحده ایالاتو کې د بشري حقونو په لسګونو نور سرغړونې. په داسې حال کې چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو او د هیوادونو د ملاتړ په پلمه د نړۍ د هېوادونو په کورنیو چارو کې پوځي مداخله کوي او په پایله کې د بشري حقونو د ټکولو عامل تر یوه حده ناوړه کېږي.

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د بشري حقونو د اوسني وضعیت په اړه اندېیښمن دي، ځکه چې افغانان په تېرو شلو کلونو کې د خپل هیواد پر وړاندې د امریکا د ځینو دښمنو سیاستونو شاهدان دي او اوس چې امریکا له افغانستانه وتلې ده. زموږ پر ولس یې د بندیزونو لګولو پالیسي تعقیب کړې او د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو سره یې د سختې بې وزلۍ او د ماشومانو په ګډون د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی ، ایا دا د بشري حقونو نقض نه دی؟

واقعيت دا دی چې د بشري حقونو مسله یوه حربه ده چې د متحده ایالاتو له خوا په ځینو هیوادونو باندې د فشار راوړلو لپاره کارول کیږي، چې ډیر سیاسي، احساساتي او انساني نه دي،  له دې مسئلې څخه په استفادې سره امریکا په کورنۍ او نړیواله کچه د بشري حقوقو خلاف ورزۍ کوی او د جنایتونو لامل کېږي او په پای کې د بشری حقوقو د راپور په خپرولو سره د خپلو جنایتونو د پټولو هڅه کوی.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته