کابل / د چنګاښ ۲ / باختر
د عامې روغتیا وزارت په کرونا ویروس د مشکوکو ناروغانو د آزمايښت تفاهم لیک له خصوصي لابراتوارونوسره لاسلیک کړ.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپورشوڅرګنده شوې ده چې د دغه تفاهم لیک پراساس خصوصي لابراتوارونه د ۲۵۰۰ افغانیو په بدل کې د پي – سي –آر آزمایښت ترسره کړي .
په دې خبرپاڼه کې څرګنده شوې ده کله چې خصوصي لابراتوارونه د دغه آزمايښت په بدل کې له ناروغانوڅخه زیاتې پیسې واخلي کولای شي له .
۰۲۰۲۳۰۲۳۳۵ ، ۰۷۷۷۱۹۲۸۶۳ ، ۰۷۴۴۰۵۲۵۱۲ شمېرو سره اړیکه ونیسي او د دغه وزارت د روغتیايي شکایتونو دفتر له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.
ع