پارون باخترد ثور دمياشتې ٢٢ :
دنورستان ولايت دملي امنيت مرستيال دماين دچاودنې له امله ووژل شو .
دنورستان دملي امنيت مرستيال محمدشريف ددغه ولايت دوانټ وايګل په ولسوالۍ کې په يوه چاودنه کې ووژل شو .
دنورستان دوالي ويندوى ظاهر بهاند باختراژانس ته وويل، دنورستان دملي
امنيت مرستيال پرون دوانټ وايګل په ولسوالۍ کې هغه وخت چې خپل کور ته روان و دهغه ماين دچاودنې له امله چې دده کورته څيرمه ځاى پرځاى شوي و وژل شوى دى.
خبرځاى وويل، ددغې پيښې دڅرنګوالي په باب دپوليسو له خوا څيړنې پيل شوي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ