امنیت

په زابل کې د شپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

 کابل باختر دليندۍ د مياشتې٢٩نيټه : 
شپږ تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت په هوايي بريدکې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې د يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې  په دغه هوايي بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول چې په وژل شويو کسانو کې دوه تنه پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په زابل ولايت کې د خورو ورو نښتو په بهيرکې  څلورتنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه نښتې نن سهار په شملزو او شاجوى ولسواليوکې رامنځته شوې دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته