نړۍ

سياسي کارپوهان : يوشمير افغانانو ته دايمي استوګني داجازې په باب ديو شمير لويديځو هيوادونو تصميم په دغه هيواد کې دظرفيتونو دکمښت سبب شوي دي .

کابل باختر د مرغومي لسمه
  المان له هغو هيوادونو سره يوځاى شوى دى چې غواړي په هغوى پورې داړوندو ارګانونو افغان کارکوونکي په نظر وړ هيواد کې استوګنه غوره کړي
په دې وروستيو وختو کې دالمان دفدرالي جمهوريت دکورنيوچارو وزارت ويلي دي چې په المان کې دهغو افغاني کارکوونکو دمنلو امکان څيړي چې په افغانستان کې ددغه هيواد دپوځي شتون په وخت کې په المان پورې په اړوندو مرکزونوکې يې کار کړي دي .
تراوسه پورې په دغه هيوادکې دالماني موسسودافغان کارکوونکو شمير يو زرو اته سوه تنو ته رسيږي چې ژباړونکي ، ساتونکي ، ګارد) اداري کارکوونکي او دنورو برخو کارکوونکي پکې شامل دي .
دالمان دکورنيو چارو وزارت مقامات وايي که چيري دغه کسان له المان څخه داستوګنې  دويزې غوښتنه وکړي دهغوى غوښتن ليک په جلا ډول څيړل کيږي ځکه ددې ويره شته چې دالماني ځواکونو په  نشتوالي کې دغه کسان دوسله والوطالبانوترغچ اخستلو لاندې ونيول شي .
دالماني مقاماتو دغه تصميم په داسې حال کې نيول شوى دى چې پخوافرانسې ، استراليا ، کاناډا او امريکا په شان هيوادونو هم ويلي دي په خپلو هيوادونو پورې داړوندو مرکزونو افغان کارکوونکو ته داستوګني اجازه ورکوي .
ددغو هيوادونو په تصميم دافغان مقاماتو ، دمدني ټولنې دفعالينو اوسياسي کارپوهانو له خوا انتقاد نيول شوي آن ددغو افغانانو داستوګني اجاز ه دماغزو او استعدادونو له تيښتې سره  تعبير شوى دى دغه راز سياسي کارپوهان په دغه تصميم په انتقاد سره  په افغاني ټولنې دانديښنو لپاره  زمينې برابروي ګڼل شوي دي ځکه له ٢٠١٤کال وروسته په افغانستان کې دارامي او ثبات کلونه معرفي شوى دى او لويديځوهيوادونو خپله هغه بيان کړي دي ، سياسي کارپوهان دافغانستان له حکومت څخه غواړي چې ديو ديپلوماتيک کار دپروګرام په جوړولو سره دغه هيوادونه  دوو ټکو ته ځير کړي .
  دوى په دغه شان کارسره له  ٢٠١٤ کال وروسته چې دبهرنيو ځواکونو د وتلو کال بلل کيږي انديښنې  ډيروي او له بله پلوه لويديځ هيوادونه په دغه شان يون سره په هيواد کې دظرفيت  جوړولو خنډ  شوي دي او په هيواد کې استعدادونه کموي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته