خبرونهټولنهروغتیا

په کابل کې شاوخوا ۳۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت د اړوندو ادارو له لوري، شاوخوا ۳۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول کړای شوي وو؛ نن له منځه یوړل شول.
د عامې روغتیا وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ دغه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي د ۴۰ ورځو په موده کې راټول شوي چې پکې نوشابې، لبني مواد، خرما، چاکلېټ او نور توکي شامل وو.
د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او وقایوي طب رئيس ډاکټر حیدر خان حیدر، رسنیو ته وویل چې بې کیفیته خوارکي توکي د هېوادوالو د ناروغېدو ستر لامل دی او زیاته یې کړه چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې په ټول هېواد کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو خوراکي توکو د پلور مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت مخکې، د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په کابل ښار کې شاوخوا ۱۵ زره کارټنه تاریخ تېر درمل چې د درمليزو خدماتو اتحاديې په همکارۍ راټول کړای شوي وو؛ له منځه یوړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته