کابل ، د غوايي ۸ مه ، باختر
په پروان کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې به ډېر ژر د نیمګړو پروژو بشپړولو چارې پيل شي.
د یاد ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق وايي چې د اسلامي امارت واکمنېدو سره په دغه ولایت کې ډاډمن امنیت د نیمګړو پروژو بشپړولو ته زمینه برابره کړې ده.
ملا عبدالصمد صادق زیاتوي چې د دغه ولایت په مرکز او لرې پرتو ولسوالیو کې به د نیمګړو پروژو د بشپړولو چارې پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې په امنیت تامین شوی او خلک په عادي ډول ورځنۍ چارې ترسره کوي.
ن/ر