کابل باختر د سلواغې نهه ويشتمه :؛
د لويې څارنوالۍ مرستيال نن د يو هيئت په مشرۍ د غزني ولايت ته سفروکړ .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، دلويې څارنوالۍ مرستيال جنرال عبدالفتاح عزيزي د يو لوړ رتبه حکومتي هيئت په مشرۍ داستوګنې د نمرو د ويش ، دتجارتي ساحو دپلورنې او د غزني ولايت د البيروني په ښارګوټي کې د ټولګټو او شنو ساحو د پلورنې په باب د ادعاو د څرنګوالي د څيړنې په مقصد د سترې محکمې ، عدليې وزارت ، ملي امنيت ، د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت ، او د يوشمير نورو بنسټونو د واکمنو استازو په ترکيب دغه ولايت ته سفر وکړ .
ويل کېږي دغه هيئت د غزني د والي انجنير عبدالکريم متين د پرله پسې غوښتنې له مخې د البيروني د مهاجرينوپه شارګوټي کې دغير قانوني کړنو د څيړنې په مقصد د غزني ولايت ته سفرکړى دى .
ختم_ ج _ اکرم