نړۍ

سوريه له ډيرې سختې وچکالۍ سره مخامخه ده

لندن ايرنا  باختر دکب دمياشتې١٣:
د لندن د ګارډين ورځپاڼې په ليکنه: دڅيړونکو د وروستيو څيړنو له مخې د منځنى ختيځ  ځينې سيمې په تېره بيا سوريه په تيرو ٩٠٠ کلونوکې له سختې وچکالۍ سره مخامخه ده .
د ګارډين ورځپاڼې په رپوټ کې ويل شوي دي چې د هوا بدلون د منځني ختيځ په سيمې په تېره بيا د سوريې د بحران په سختوالي کې رول لري.
ګارډين زياته کړې ده: پخواني تحقيقات د يوشمېر وچکاليو د يادونې په ترڅ کې په  منځني ختيځ کې په اقتصادي او ټولنيزو جوړښتونو د هغو اغيزې ته اشاره کړې ده   او نوې موندنې چې د جيوفيزيک _ اتموسفير په تحقيقات خپرونه کې خپره شوې  ده؛ د دې ښکاروندى ده چې اوسنۍ وچکالي د تيرو نهه سوه کلونو په بهيرکې په سيمه ناوړې اغيزې لري .
د همدې خبرله مخې: په منځني ختيځ کې اوسنۍ وچکالي له ١٩٩٨ميلادي کال څخه پيل شوې ده .       

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته