امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

 کندز باختر دوږي دمياشتې ٩ مه  :
اوولس تنه وسله وال طالبان پرون د کندز ولايت په چار درې ولسوالۍ کې ووژل شول.
د پامير د شلمې فرقې وياند ډګرمن غلام حضرت کريمي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين د افغان ځواکونو په عملياتوکې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په ځينو سيموکې ترسره شول، ووژل شول.
کريمي زياته کړه: په دغو بريدونوکې اووه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ده زياته کړه: ددغو عملياتوپه بهيرکې د دښمن د مهماتو يوه ډيپو او ٣٠ ماينونه د چار درې ولسوالۍ له بېلابېلو سميوڅخه کشف او له منځه يوړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته