کابل باختر دوري اتلسمه :
د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون د پوليسو د نهوو تنو منسوبينو دندې نن وځنډول شوې .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل دباختر آژانس ته وويل چې دمرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان قدرت الله او د دغې قوماندانۍ د اداري مرستيال سمونوال عبدالمدبر او د دغه ولايت د پوليسو د نهو تنو نورو منسوبينو دندې چې د انتخاباتو په ورځ يې د يو مشخص نوماند په ګټه له خپلو وظيفوي دندو څخه استفاده کړې ده؛ ځنډول شوې دي .
امرخيل وايي: دغه افراد يې عدلي او قضايي مرکزونو ته معرفي کړي دي او که چيرې د هغوى جرم تثبيت شي؛ له خپلو دندو څخه به يې ګوښه کړى شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ