ټولنه

نن عمومي رخصتي اعلان شو .

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دکار ټولنيزو ، شهيدانو او معلولينو دچارو وزارت نن ديکشنبې  ورځ په ټول هېواد کې رخصتي اعلان کړ .
دکار ټولنيزو چارو شهيدانواو معلولينووزيرې ډاکترې نسرين اورياخيل دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه رخصتي دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس په لارښوونه  دهېواد په زياتو ولايتونو کې دواورې دسخت اورښت اودښارونود واټونو دتړل کيدو  له امله  اعلان شوى دى .
  په همدې حال کې ددولتي ادارو يوشمير کارکوونکي اودپوهنتونونو يوشمير محصلانو په داسې  حال کې ددغې رخصتۍ هرکلى  کوي  چې دکابل ښارواټونه دواورې له امله  دښاري ترانسپورت خدمتونه ډير په ټيټه کچه کې دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته