فرهنګ

( لعلونه په لمن کې ) شعري ټولګه پرانستل شوه .

کابل باختر د ليندى شپږمه :
له ميرمن شا ګل ګلزاده حق دوست څخه ( لعلونه په لمن کې )  په نامه شعري ټولګه نن په کابل کې پرانستل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  ددغې   شعري ټولګه د پرانستلو په مراسمو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري دشعر اوشاعر دمقام په باره کې معلومات ورکړل  او څرګنده يې کړه چې شاعران دشعرونو دويلو په لاره کې ځانګړې ځواکمني اواستعداد لري .
پوهاند باوري زياته کړه چې ميرمن شا ګل ګلزاده دوست  دنيمروز ولايت يوه سابقه لرونکې  شاعره ده چې نن د لعلونه په لمن کې په نامه دهغې دشعري ټولګې دپرانستلو شاهدان يو او دفرهنګي او ادبي کارونو په لاره کې دزياتو برياليتوبونو هيله ورته کوو
په دغو مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر   طارق رشاد هم  دګلزاده  دوست دشعرونو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې ددغې شاعرې  زياتره شعرونه حماسي او هېوادني دي
ده زياته کړه چې ددغې شاعرې په شعرونوکې دشاعر  څلور مهم اصول يعنې وزن ، خيال او هنر ،مضمون او موضوع او تفکر ځاى کړى شوي دي.
په همدې ترتيب مينې ابراهيم خيل دشاګل ګلزاده دوست ژوند ليک ولوست او علم ګل سحر هم  ددغې شاعرې دشعرونو په باره کې  معلومات ورکړل او دهغې شعرونه يې دستاينې وړ او ارزښتناک وبلل
ميرمن شاګل  ګلزاده  دوست هم په خبرو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دهغو کسانو دهمکارى له امله چې ددې دشعري ټولګې دپرانستلو  دغونډې  په جوړولو کې مرسته کړې ده  قدرداني وکړه او په دې ترڅ کې چې دخپلې  دغې شعري ټولګې په باره کې معلومات ورکړل
په هېواد کې دسولې او امنيت او دخلکو دسوکالى  هيله هم وکړه
دلعلونه په لمن کې شعري ټولګه  په  ٢٦٠  مخونوکې دزرو ټوکو په تيراژ په دې وروستيو وختو کې چاپ شوې ده .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته