امنیت

په وسلو او مهماتو باريو موټر په ننګرهارکې د امنيتي موظفينو لاس ته ورغى

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩

په وسلو او مهماتو بار يو موټر په ننګرهار ولايت ولايت کې د ملي امنيت د موظفينو لاس ته ورغى.

د ملي امنيت ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي: يو داتسون موټرچې ٢٥ کلاشينکوفونه، يوه اندازه پوځي تجهيزات او يوه داشکه پکې پټ کړى شوي و؛ د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په مربوطاتوکې څخه کشف او ترلاسه شو .

ملي امنيت ويلي دي چې دغه موټر په داعش ډلې پورې مربوط و او دغه وسلې په دغې ډلې پورې اړوندو تروريستانو ته ليږدول کيدې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته