فرهنګ

دغور ولايت راډيو_ټلويزيون بيا خپلې خپرونې پيل کړې

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
د غور ولايت سيمه ئيزو راډيو _ټلويزيون د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکترسيد مخدوم رهين په لارښوونه بيا خپلې خپرونې پيل کړې.
دغور ولايت د سيمه ئيز راډيو_ ټلويزيون آمر علاوالدين محمدي دباخترآژانس خبريال ته وويل: د غور سيمه ئيز راډيو _ ټلويزيون له دريو روځو راپديخوا دغور د سيمه ئيز راډيو_ ټلويزيون د آمريت د ودانۍ د انګړ د پلورنې پرخلاف د اعتراض  په توګه د هغه ولايت د ښاروالۍ له خوا بند شوى و .
ده وويل: د دغې پريکړې له مخې تر هغه وخته چې موضوع د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا حل شوې نه وي؛ څوک د غور د سيمه ئيز راډيو _ ټلويزيون د ملکيت د ساحې د غصبولوحق نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته