اقتصاد

د ١٣٩٤ مالي کال دملي بودجې طرحه سنا مجلس ته وړاندې شوه

کابل باختر د لړم اووه ويشتمه :
دماليې وزارت د ١٣٩٤ مالي کال دملي بودجې  طرحه نن دسنا مجلس  ته وسپارله .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، د ١٣٩٤ مالي کال دملي بودجې  طرحه چې څلور سوه  پنځه اتيا اعشاريه اته مليارده افغانۍ کيږي نن دماليې وزارت دسرپرست  عمر زاخيلوال له خوا دسنامجلس ته وړاندې شوه .
  په دې طرحه کې دوه سوه پنځه  اتيا مليارده افغانۍ دعادي بودجې لپاره او نور يې دپرمختيايي بودجې لپاره په پام کې نيول شوې ده .
  عمر زاخيلوال  د ١٣٩٤ مالي کال دملي بودجې دطرحې دوړاندې کولو په وخت کې  ټينګار وکړ چې په دې طرحه کې  هغه ستونزې او چلنجونه چې په ١٣٩٣ کال کې دملي بودجې په وړاندې رامنځته شوي و ، په پام کې نيول شوي دي .
  ده وويل د ١٣٩٤ کال  ملي بودجه به له کورنيو  منابعو او له بهرنيو مرستو څخه رامنځته شي .
ټاکل شوې ده دسنامجلس  د ١٣٩٤ مالي کال دملي بودجې دطرحې په باب خبرې  نن پيل کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته