ورزش

افغانستان له ویسټ انډیز سره سيالي کوي

ـ کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۳ مه
د هېواد د کرکټ ملي ټیم نن، د نړیوال جام د ٥٠ آوریزو سیالیو وروستۍ لوبه د ويسټ انډیز له ټیم سره ترسره کوي.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د افغانستان او ويسټ انډیز د کرکټ ملي ټیمونه په نریوال ٥٠ آوریزو سیالیو کې ښې لاس ته راوړنې نه لرلې، خو د هېواد د ورزش مینه وال باور لري چې د کرکټ ملي ټیم د نړیوال جام سیالیو د وروستۍ لوبې په ګټلو سره به د نړیوال جام له سیالیو سره مخه ښه وکړي.
په همدې حال کې یو شمېر دغه مینه وال ادعا لري چې د کرکټ د ملي ټیم د پرله پسې ماتو دلیلونه روښانه او وڅېړل شي.
پاى/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته