امنیت

دوه تنه په لوګر کې ونيول شول

 پل علم/ باختر/ د وري دمياشتې٨ مه
دوه تنه پرون په لوګر ولايت د ځمکې د غصبولو په تور ونيول شول.
د لوګر ولايت د امنيتي قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دوه تنه دپل علم ښار ته څېرمه د زرداد کلا په سيمه کې د دولتي ځمکې د غصبولو په تور ونيول.
په لوګر ولايت کې څه د پاسه ۱۰۰۰ جريبه دولتي ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې ده او په تېره اوونۍ کې هم په دغه ولايت کې د پوليسو له خوا د ځمکې شپږ تنه غاصبين ونيول شول .
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته