کابل / دوږي ٢٧مه / باختر: په بدخشان ولايت کې د چارمعزو حاصلات سږ کال کمښت موندلى دى. د بدخشان د کرنې او اوبو لګولو رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې په ١٨٠٠ هکتاره ځمکه کې د چارمغزو بڼونه شته او تېرکال د چارمغزو د حاصلاتو کچه پنځه سوه ديرش متريک ټنه و. خو سږ کال د واورې او باران د زيات اورښت له امله د چارمغزو حاصلاتو ته زيان رسيدلى دى . ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ