امنیت

دولس طالبان په پکتیکا کې ووژل شول

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د پکتیکا د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۴ پاکستانیو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه په برمل ولسوالۍ کې د سپیرۍ پر پوستو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.
سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې د څلورو پاکستانیو په ګډون ۱۲وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته