کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٠ :
څلور تنه تيره شپه د درې سوه کيلوګرامو اپينو د قاچاقو په تور په نيمروز ولايت کې ونيول شول.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونيار رحمت الله ناصر دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه اپين د نيمروز ولايت دکنګ په ولسوالۍ کې د استوګنې له يو کور څخه د پوليسو د عملياتو په بهيرکې ترلاسه شول.
د امنيت د آمر دڅرګندونوله مخې: دغه اپين په مخصوصو لسو کيلويي کڅوړوکې ځاى پرځاى شوي و او قاچاق وړونکو غوښتل دغه توکي د شپې له خوا ايران ته قاچاق کړي چې د ليږدولومخه يې ونيول شوه او د دغې پيښې په اړوندڅلورتنه نيول شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ