کابل باختر د کب دويمه :
ديرش تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې ديولړ هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهير کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينوسيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوقوماندان باختراژانس ته وويل چې، په نويو بريدونو کې تيره شپه ديرش تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو دروداتو ، غني خيلو او دهسکې مينې په ولسواليو کې بريدونه وشول .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، په دغو هوايي اوځمکنيو بريدونوکې له وسلو او مهماتو سره يې يوځاى د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي دړې وړې شوي دي .
دوى وايي:دهېواد له ختيځ څخه د داعش دټغر تر ټولولو پورې به ددوى بريدونه دوام وکړي .
د يوبل خبرله مخې ، په ننګرهار ولايت کې پوځيان د وسلو او مهماتو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې دکوټ ، اچين او د هسکې مينې په ولسواليو کې ساتل کيدې چې له هغو څخه يوشمير سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
سيمه ييز مقامات وايي وسله والو له دغو ډيپوګانو څخه دخپلو ډار اچوونکو بريدونو لپاره استفاده کوله ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل