سیاست

د سولې په چارو کې د دولت وزير د امريکا سفارت د سولې او پخلاينې له سلاکار سره وکتل

کابلباختر د زمري ٢٨ مه
د جمهور ريیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د امریکا سفارت د سولې او پخلاینې له سلاکار آلن میسنهیمر او ورسره پلاوي سره وکتل.
د جمهور رييس د دفتر وياند باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د بین الافغاني خبرو د پیل او له خبرو وروسته پروسۍ د چمتو والي او همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
همدا راز په کتنه کې  ټینګار وشو چې یوازې افغان دولت او خلک کولی شي د سولې په برخلیک تصمیم ونیسي.
پاىذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته