ورزش

جمهوررئیس حامدکرزي د اروپا د فوټبال فدراسیون له رئیس میشل پلاتیني سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣١ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې وروسته  د اروپا د فوټبال د فدراسیون له ریس میشل پلاتیني سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ  کابل ته  راغلی دی، وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې ښاغلي پلاتیني، د اروپا د فوټبال د فدراسیون مرستیال تیودور تیودیو ریس او د آذربایجان د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال علي خان محمدوف د افغانستان د فوټبال له  ملي لوبډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
هغوی د جنوبي آسیا د فوټبال په سیالیوکې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د بریالیتوب له امله حامدکرزي او د افغانستان ملت ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړله چې په تېرو لسو کلونوکې په افغانستان کې  د فوټبال ورزش د کتنې وړ پرمختګ کړی دی.
میشل پلاتیني وویل چې موږ غواړو د فوټبال په برخه کې خپلې تجربې د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره شریکې کړو.
په دغه کتنه کې د آذربایجان د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال ښاغلي علي خان محمدوف د دې په ترڅ کې چې د آذربایجان د جمهوررئیس نیکې هیلې یې حامدکرزي ته و رسولې، وې ویل چې د آذربایجان جمهوررئیس د افغانستان د فوټبال له لوبډلې سره هر راز مرستې ته چمتو دی.
په دې کتنه کې د هېواد د فوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کریم او د فوټبال د ملي لوبډلې سر مربي یوسف کارګر ګډون کړی و.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته