ټولنه

دخړوبولو او ترانسپورتي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .

کابل باختردلړم شلمه :
په غور ولايت کې شپږ ټولګتې پروژې ګټې خستنې ته وسپارل شوې .
دغور دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست سرپرست  خير محمد نايب دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پروژې دخلکو په سلو کې په لسو ونډې سره دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دساحوي پروګرامونو دسمون له بودجې څخه دڅه دپاسه يو شپيته مليونو افغانيو په لګښت بشپړې شوې دي .
نايب زياته  کړه په دغو پروژو کې ديوزرو پنځه سوه زرو مترو په اوږدوالي استنادي ډيوال  ، دپنځلسو  مترو په اوږدوالي دموټر دتګ راتګ يوپل ،  د خړوبولو دوه سربندونه او په پنځه کيلومترو سړک دکريړ اچول شامل دي . چې  دلعل اوسرجنګل  دولسوالۍ په تګلوري کې شپاړلس  پلګي هم  جوړېږي .
ده وويل چې دغه پروژې درې سوه شپيته جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او دلعل او سرجنګل دولسوالۍ دڅه دپاسه شپږ څلويښتو کليو اوسيدونکو ته لازم ترانسپورتي اسانتياوې برابرې کړې دي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته