امنیت

نهه څلويښت تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

غزني/ باختر د زمري  څلورمه :
په غزني ولايت کې نهه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او سل تنه نور طالبان ټپيان شول .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
دغه ټکى د غزني ولايت پوځي چارواکو په يوه خبري کنفرانس کې څرګند کړ.
  په دې خبري کنفرانس کې چارواکو په ډاګه کړه چې تر اوسه پورې د غزني ولايت  د اندړو، ده يک، واغظ ، قره باغ، ګيرو او د آب بند د ولسواليو او د دغه ولايت په مرکز پورې اړوندو سيموکې  په برياليتوب سره دوام لري چې له امله يې وسله وال طالبان د خپلو قرارګاوو او د راټوليدو له ساحو څخه شړل شوي دي .
  د غزني والي انجنير عبدالکريم متين په دې غونډه کې وويل: د امنيت تامينول د خلکو همکارۍ ته اړتيا لري او د دغو ولسواليو هغه اوسيدونکي چې په وروستيوکلونوکې د جګړو له امله سخت زيانمن شوي دي، کولى شي له ملي دفاعي  او امنيتي ځواکونو سره د اطلاعاتو په شريک کولو سره خپلو کليو ته ستانه شي .
  په همدې حال کې د ملي اردو د دريمې لوا  قوماندان جنرال  نظام الدين سنجر وويل چې د طالبانو په  مهمو مرکزونو بريدونه شوي دي او د هغوى ځينې مشهور قوماندانان وژل شوي دي چې د امنيت  په ښه  والي کې به مهمې اغيزې ولري او د طالبانو يوه زياته اندازه جنګي وسايل او ليږدونکي وسايط د افغان امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو له امله ويجاړ شوي دي .
  د غزني ولايت  امنيه قوماندان ډګروال مصطفى مايار وويل چې هلې ځلې کوي ترڅو د پوليسو ځواکونه له دفاعي حالت څخه وباسي او تعرضي حالت غوره کړي.
  ده زياته کړه چې  په يوه اوونۍ کې يې څو تنه د وژنې او د نشه يي توکو د پيرودنې او پلورنې په جرمونو نيولي او عدلي او قضايي بنسټونه يې معرفي کړي دي .
د يادونې وړ ده چې  له څو ورځو را پديخوا په غزني ولايت کې د مشعل  عمليات پيل شوي دي چې له امله يې تر اوسه پورې نهه ٤٩ تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او ١٠٠ تنه نور يې ټپيان شوي دي او دغه عمليات د دښمن له شتون څخه د نورو سيمو تر پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته